إبراهيم ۴۶

وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ

اویقیناً مکرونه کړی وو دوئ‌ مکرونه خپل اوپه نیزد اللّه تعالٰی مکرددوئ دی اونه دی مکرددوئ چه لری شی دوجی دهغی نه غرونه -

مراد دمکرددوئ نه شرک کول او انکاردرسولانو دی یامراد ددی نه مقابله کول دی دانبیاؤ اود مؤحدینو سره په مختلفو تدبیرونو سره (وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ) په دی کښی یوتوجیه داده چه ددوئ‌ مکرونه کمزوری دی په هغی د اللّه تعالٰی غرونه نه شی بی ځایه کولی په دی کښی جبال په خپله معنیٰ سره مراد دی اوسپکوالی دمکرونو مراد دی دوهمه توجیه داده چه مراد دجبال نه توحید او دین دانبیاؤ دی په طریقه دمثال سره نوجبال په معنیٰ مثالی سره دی - اواِن وصیله دی یا مخفف عن المثقل دی اولام مفتوح دی اوداپه قراءة دعبداللّه بن مسعود کښی شته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل