وَأَنْذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُوا رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ أَوَلَمْ تَكُونُوا أَقْسَمْتُمْ مِنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِنْ زَوَالٍ
اوویره ورکړه خلقو ته دداسی ورځ نه چه رابه شی په دوئ باندی عذاب پس وائی به هغه کسان چه ظالمان دی ای ربه ځمونږ مهلت راکړی مونږلره نیټی نزدی ته قبول به کړو مونږ (دتوحیدستا) او تابعداری به اوکړو د رسولانو آیا تاسو قسمونه نه ووکړی ددی په پخوا چه نه به وی تاسولره هیڅ فنا -
دا عطف دی په ولاتحسبن باندی یعنی په وخت دمهلت ددوی کښی انذاراوکړه - په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی ځکه چه مراد دنیا نه عذاب ددنیا دی په دلیل ددی لفظ سره چه رَبَّنَا أَخِّرْنَا اود بعضو مفسرینوپه نیز دیوم او العذاب نه مراد ورځ د عذاب دقیامت ده او أَخِّرْنَا په معنیٰ د ارجعنا (واپس کړی مونږدنیا ته) دی - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه مخالفت کول دظالمانو په دوو طریقو سره وی یوانکار ددعوت دتوحید نه اودوهم انکاردتابعداری درسول نه (مَا لَكُمْ مِنْ زَوَالٍ مراد دزوال نه عذاب دی یامراد دزوال نه فنا ده نوحاصل د معنیٰ دادی چه نیشته تاسولره فنا په اجتماعی طورسره یعنی ددنیا دفنانه تاسو انکارکوؤلکه اوس هم دا عقیده ده دملحدینو اگرچه دافرادو دمرگ نه انکار نه شی کولی لیکن دنیا قدیم گنړی اودقیامت نه انکار کوی -