وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ
اوگمان مه کوه په اللّه تعالٰی باندی دغافل دهغه کارونو چه کوی ئی ظالمان یقیناً مهلت ورکوی دویته هغه ورځ ته چه کړوغی به راوځی په هغی کښی سترگی -
په دی آیت کښی تسلی ده رسول ته په مخالف کولو دظالمانو ددین دابراهیم علیه السلام نه اوپه دی دواړو آیتونو کښی تخویف اخروی هم دی په ذکردهیبت دقیامت سره او داسی وئیلی دی میمون ابن مهران چه داآیت وعید دی دپاره دظالم اوتعزیه ده دپاره دمظلوم (تَشْخَصُ) شخوص دی ته وئیلی شی چه د هیبت دوجی نه سترگی وازی وی اونه رپیږی - مطلب دآیت دادی چه دهیبت اثربه ددوی په سترگو اوسرونو او زړونوباندی وی -