إبراهيم ۳۸

رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ وَمَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ

ای ربه ځمونږ یقیناً ته پوهیږی په هغه څیزچه مونږ پټؤو اوپه هغه څیزچه ښکاره کوواونه پټیږی په اللّه تعالٰی هیڅ څیزشی په ځمکه کښی اونه په آسمان کښی -

په دی دواړه آیتونوکښی ذکردی توسل دابراهیم علیه السلام په صفاتو د اللّه تعالٰی سره اودا شرعی وسیله ده (مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ) عام دی ټولو اقوالو او افعالودانسانانوته (وَمَا يَخْفَى) په دی کښی دماقبل نه زیات عموم دی سیوا دانسانانونه نورڅیزونوته هم شامل دی اودا قول هم دابراهیم علیه السلام دی اوبعضو وئیلی دی چه دا قول د اللّه تعالٰی دطرف نه دی دپاره دتتمه دقول د ابراهیم علیه السلام -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل