مِنْ وَرَائِهِ جَهَنَّمُ وَيُسْقَى مِنْ مَاءٍ صَدِيدٍ
چه دهغی مخی ته دوزخ دی اوڅښکولی کیږی په ده باندی د اوبونه چه وینی زوی دی -
په دی دواړو آیتونوکښی تفصیلی تخویف اخروی دی منکرینوته په شپږطریقوسره (مِنْ وَرَائِهِ) دا لفظ داضدادو نه دی یعنی روستواومخی دواړو ته وئیلی شی دلته مخه مراد ده یعنی په عذاب ددنیا او قبرپسی عذاب د آخرت دی (يَتَجَرَّعُهُ) دادوجی دډیرگرموالی اود ډیری بدبوئی دوجی نه (وَيَأْتِيهِ الْمَوْتُ) مراد ددی نه اسباب دمرگ دی چه هغه مختلف عذابونه دی دهرطرف نه اویا مراد دموت نه غم اوحزن دی - دارنگ په سورة فاطر (۳۶) کښی هم دی -
فائده: په دی کښی دلیل دی په دی خبره جهنم والابه نه فناکیږی (وَمِنْ وَرَائِهِ عَذَابٌ غَلِيظٌ) یعنی داد څښکلوعذاب دی اوددی نه علاوه دطعام ضریع او غسلین اوزقوم او اور عذابونه دی