الرعد ۴۳

وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ

اووائی هغه کسان چه کافران دی چه ته رسول نه ئی اوایه ته کافی دی اللّه تعالٰی فیصله کوونکی په مینځ ځما اوستاسوکښی اوهغه څوک چه د هغه سره پوهه دکتاب ده -

په دی آیت کښی زجردی په انکاردرسالت سره اواثبات درسالت درسول دی په شهادت د اللّه تعالٰی سره اودارنگ په سورة عنکبوت (۵۲) کښی اوسورة احقاف (۸) کښی هم دی (وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ) مراد ددی نه شهادت د کتابیانومؤمنانودی لکه په دی سورة (۳۶) کښی ذکرشول یامراد ددی نه جبرائیل علیه السلام دی - یامراد ددی نه ټول مؤمنان دی اومراد دکتاب نه قرآن دی اوبله توجیه داده چه و وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ په طریقه دقسم سره دی یعنی قسم دی په هغه ذات باندی چه هغه سره علم دټولو کتابونو دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل