وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمِنَ الْأَحْزَابِ مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ بِهِ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ
اوهغه کسان چه ورکړی دی مونږ هغوئ ته کتاب خوشحالیږی په هغه څه چه نازل کړی شوی دی تاته اوددی ډلونه داسی خلق دی چه انکارکوی دبعضی حصی دقرآن نه اوایه ته یقیناً ماته امرکړی شوی دی چه بندگی خاص کړم د اللّه تعالٰی اوشرک ورسره نه کوم دهغه توحید ته خلق بلم اوخاص هغه ته ورگرځیدل ځما دی -
په دی آیت کښی دلیل نقلی دی دمؤمنانواهل کتابونه اولاً ځکه چه اتیناهم په نیکانوکتابیانوکښی استعمالیږی (يَفْرَحُونَ) اشاره ده چه فرح د نیکانو علماؤ په کتاب اللّه باندی په کارده لکه چه سورة یونس (۵۸) کښی ده - او ددی (آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ) مصداق صحابه کرام اودا امت دی یا مخکنی کتابیان مؤمنان مراد دی داسی خازن ذکرکړی دی - هرکله چه په دی آیت کښی تقابل دمؤمن او منکرمقصد دی اودتقابل دپاره عقیده دتوحید سره ددعوت نه اوعقیده دقیامت په کارده نودلته ئی هغه ذکرکړو چه أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ - اوپه (۳۰) کښی صرف اظهار دعقیدی په باره د رحمٰن کښی مراد وو نوهلته ئی دعوت نه دی ذکرکړی اودرحمانیت سره توبه هم مناسب وه بیازجردی منکرینوته اوبیا دلیل وحی دی (مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ) دبعضه نه مراد مسئله دتوحید ده ځکه چه دوی قرآن منی لیکن توحید په کښی نه منی لکه سورة اسراء آیت (۳۴) کښی چه ذکردی -