لَهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَقُّ وَمَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ
دوئ لره عذاب دی په ژوند دنیوی کښی اوخامخاعذاب دآخرت ډیرسخت دی اونیشته دوئ لره د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک بچ کوونکی -
په دی کښی تخویف دنیوی او اخروی دواړه دی - تخویف دنیوی په قحطونو طوفانونو وغیره سره دی (أَشَقُّ) دا لفظ داکبراو اغلظ نه په معنیٰ کښی زیات دی یعنی سره دلوی والی او غټ والی ئی سختی هم ډیره ده (وَاقٍ) صرف بچ کوؤنکی که ولایت ورسره وی اوکه نه وی اووال هغه دی چه سره دولایت نه حفاظت هم کوی -