الرعد ۱۹

أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ

آیا پس څوک چه یقین لری چه هغه څه چه نازل کړی شوی دی تاته درب طرف نه حق دی په شان دهغه چا دی چه ړوند وی (دحق نه) یقیناً نصیحت قبلوی صفا عقل والا -

په دی آیت کښی هم مقابله دفریقینو ذکر ده یوفریق هغه دی چه دقرآن او اوتوحید په حقانیت باندی علم اویقین لری اودوی استجابوا کښی داخل دی اودوهم فریق هغه دی چه دتوحید اودقرآن نه جاهل دی اوهغه ته ئی اعمیٰ وئیلی دی اوهغه لم یستجیبوا والادی اوپه دی آیت کښی داهل حق دلسو صفاتونه اول صفت ذکر شوی دی چه هغه اولوا الالباب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل