هود ۱۰۱

وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَمَا أَغْنَتْ عَنْهُمْ آلِهَتُهُمُ الَّتِي يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ لَمَّا جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍ

اوظلم نه دی کړی مونږپه دوی باندی اولیکن ظلم کؤو دوئ په خپلو ځانونو پس لری نه کړو ددوئ نه مددگارانو ددوئ‌ کوم چه دوئ به را مدد کول هغوی سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ (مصیبت) هرکله چه راغی عذاب درب ستا اوزیاتی نه کړو دوی لره سیوا دتباهئ نه -

دا آیت هم متعلق دی دمخکنوواقعاتو سره اوپه دی کښی ئی سبب دعذاب دهغوی ذکرکړی دی یعنی شرک او رد دی په شرک د تصرف باندی یعنی دغه ټولو قومونو د اللّه تعالٰی نه سیوا نور معبودان او واکداران نیولی وؤ - لیکن دعذاب په وخت کښی هغوی ددوی هیڅ امداد اونه کړو بلکه دهغوی دو وجی نه تباهی ئی زیاته شوه (وَمَا زَادُوهُمْ) سبب ددی زیادت عبادت ددغه معبودانو وؤ اوداسی په سورة احقاف (۲۸) کښی راځی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل