هود ۷۴

فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَجَاءَتْهُ الْبُشْرَى يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ

پس هرکله چه لاړه دابراهیم علیه السلام نه ویره اوراغی هغه ته زیری نوبحث ئی شروع کړو زمونږسره په باره دقوم دلوط علیه السلام کښی -

(الْبُشْرَى) زیری دولد او زیری دهلاکت دقوم دلوط علیه السلام (يُجَادِلُنَا) بحث کول دپاره دطلب دروستووالی دعذاب مجادله ده اوهغه ذکرده په سورة عنکبوت (۳۲) کښی اومراد دهغی دادی چه لوط‌علیه السلام په قوم کښی موجوددی اوپه وخت دوجود دنبی په قوم کښی عذاب نه راځی نودا عذاب روستو کړئ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل