هود ۲۹

وَيَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّهُمْ مُلَاقُو رَبِّهِمْ وَلَكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ

او ای قومه ځمانه غواړم ستاسونه په دی بیان کولو هیڅ مال نه ده بدله ځما مگرد اللّه تعالٰی سره ده اونه یم زه شړونکی دهغه کسانو چه ایمان ئی راوړی دی یقیناً دوی به مخامخ کیږی درب خپل سره اولیکن زه وینم تاسولره داسی قوم چه ناپوهی کوئ -

په دی آیت کښی ذکرداخلاص دنوح علیه السلام دی اوپه دی کښی ترغیب دی قوم ته اوهرکله چه ددنیا اجرتونه مالونه وی ددی وجی نه (مَالًا) ئی ذکرکړو اود اللّه تعالٰی بدله په ډیرقسمه ده ددی وجی نه (أَجْرِيَ) سره ئی ذکرکړه - اوبیاجواب دقول دهغوی دی چه هغوی وئیل چه داغریبان مؤمنان دخپل مجلس نه اوشړه نومونږبه ستا تابعداری اوکړو نوجواب اوشو چه زه ددوی د شړلو حق نه لرم ځکه چه دوی اللّه تعالٰی ته مخامخ کیدونکی دی نوهسی نه چه اللّه تعالٰی ته ځما شکایت پیش کړی (تَجْهَلُونَ) اشاره ده چه مؤمنان سپک گنړل دجهل کاردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل