هود ۲۱

أُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ

داهغه کسان دی چه تاوان کښی ئی اچولی دی ځانونه خپل او روک به شی ددوی نه هغه څه چه دوئ څه دروغ جوړول -

دا ذکر دسبب دعذاب دی اوزورنه منکرینوته اوپه دوهم آیت کښی ویره اخروی ده - (خَسِرُوا) خسران په سبب دشرک سره دی چه شرک سره نور اعمال خیربرباد شول (ضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ) مراد دمفتریانونه معبودان باطله دی او ضَلَّ په معنیٰ دغائب والی دی یامفتریات نه مراد قصی د شرک دی او ضَلَّ په معنیٰ دنسیان سره دی (لَا جَرَمَ) فراء وئیلی دی چه دا لفظ په معنیٰ دلابد او لامجادلة سره دی اوپه معنیٰ د حقا سره هم استعمالیږی اوزجاج وئیلی دی چه لادنفی دگمان د خلقو دی او جَرَمَ په معنیٰ دکسب سره دی نو معنیٰ داشوه چه داسی نه ده لکه چه دوی گمان کوی بلکه کسب کړو ددوی عملونوخسران په آخرت کښی - اوسیبویه وئیلی دی چه لادپاره دنفی گمان دی اوجرم په معنیٰ دحق سره دی خطیب شربینی وئیلی دی چه دآیت (۱۸) نه تردی آیت پوری د لَّا يُؤْمِنُونَ، دپاره څوارلس حالات او صفات ذکرکړی شول (أَخْبَتُوا) ددی په صله کښی چه الٰی راشی نوپه اطمینان دزړه سره دی اوچه لام راشی نوپه معنیٰ دخشوع او خضوع سره دی نوپه دی کښی اعمال قلبیه ته اشاره ده او (وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ) کښی اعمال دجوارحو ته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل