يونس ۱۰۹

وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّى يَحْكُمَ اللَّهُ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ

اوتابع اوسه دهغه څه چه وحی کیدی شی تاته اوصبرکوه ترهغی چه فیصله اوکړی اللّه تعالٰی او هغه غوره دفیصله کوونکو نه دی -

داتسلی او تشجیع ده پیغمبرته په دعوت دتوحید اوپه اتباع دوحی سره اوپه صبرکولوسره په تکلیفونوباندی ترفیصلی د اللّه تعالٰی پوری مراد دفیصلی د اللّه تعالٰی نه عذاب ورکول دی منکرینوته یاتوفیق ورکول دایمان دی-

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل