يونس ۱۹

وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

اونه ووخلق ددی نه مخکښی مگریوه ډله وه (په عقیده دتوحید) پس اختلاف اوکړو (روستو خلقو) اوکه نه وی حکم (دروستووالی دعذاب) چه مخکښی مقررشوی دی دطرف درب ستانه خامخا فیصله به شوی وه په مینځ ددوی کښی په هغه څه کښی چه دوی په کښی اختلاف کوی -

په دی آیت کښی جواب دیوسوال دی سوال داوؤ چه داعقیده دشفاعت به ستاسوپه دین کښی منع وی لیکن مخکنو دینونوکښی خوداجائز ده؟ نوجواب اوشوچه دټولو پیغمبرانو دین یو دی اختلاف په کښی خلقو جوړکړی دی (أُمَّةً وَاحِدَةً) یعنی دوخت دآدم علیه السلام نه دشرک دقوم نوح پوری یادهلاک دقوم نوح نه ترعادیانوپوری - بل سوال داوؤ چه هرکله دا عقیده دکفراودشرک ده نوپه دوی باندی عذاب ولی نه راځی؟ نوجواب اوکړی شو په دی جملی سره چه (وَلَوْلَا كَلِمَةٌ) مراد ددی کلمی نه دادی چه اللّه تعالٰی فیصله کړی ده چه داامت به په عذاب سره دنیا کښی نه هلاکوی ترقیامت پوری مراد دادی چه اللّه تعالٰی فیصله کړی ده هیڅ څوک نه هلاکوی څوپوری چه دوی له ئی په واسطه د رسول ﷺ یاد نائب د رسول ﷺ خبرنه وی ورکړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل