يونس ۷

إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ

یقیناً هغه کسان چه نه لری عقیده دملاقات ځمونږ اورضا شوی دی په ژوند دنیوی اوخوشحالیږی په دی دنیاسره اوهغه کسان چه ځمونږ دآیاتونونه بی پرواه دی -

په دی آیت کښی زورنه ده منکرینوته اودهغوی څلور صفتونه ئی ذکرکړی دی (لَا يَرْجُونَ) رجاپه معنیٰ د ویره اوپه معنیٰ د امید اوپه معنیٰ دعقیدی سره دی دلته اخری معنیٰ مراد ده (وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا) معنیٰ داده چه راضی شوی دی دوی په ژوند دنیوی سره په عوض دآخرت کښی پس عمل کوی دپاره ددنیا (وَاطْمَأَنُّوا بِهَا) اطمینان په دنیاسره نه حاصلیږی نومراد ددی نه خوشحالیدل اودهغی په محبت کښی پاخه کیدل دی (غَافِلُونَ) غفلت په معنیٰ دجهل او سادگئ‌ سره مراد نه دی بلکه بی پرواهی اواعراض کول مراد دی اوآیات نه مراد دلیلونه دتوحید یا قرآن دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل