وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ
اوکه ویریږی ته د یو قوم نه دلوظ ماتول پس خبرورکړه دوی لره (دختمولودلوظ) چه شئ دواړه برابر یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی خیانتگر -
تتمه ده دمخکښی قانون چه هرکله یوډلی دکافرانوسره جنگ کیږی اوبلی ډلی سره لوظ کړی شوی وی دامن لین دهغوی معلومه شی چه دوی لوظ ماتوی نوهغوی لره به خبرورکړی کیږی دلوظ دختمیدلو (تَخَافَنَّ) مراد دادی چه غالب گمان کښی معلومه شی په علاماتوسره چه دوی لوظ ماتوی اوداقبیح کار دی نوواقع کیدلو دمشکل کارته خوف وئیلی کیږی (فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ) نبذ په معنیٰ دترک عهد دی او لفظ د إِلَيْهِمْ نه مراد دادی چه دوی ته خبراولیږه چه پس ددی نه لوظ ختم دی دپاره ددی چه دوی تاته دخیانت گرنسبت اونکړی (عَلَى سَوَاءٍ) یعنی تاسوته چه علم وی دترک دعهد چه دغسی هغوی ته هم داعلم حاصل شی