الأنفال ۱۹

إِنْ تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَكُمُ الْفَتْحُ وَإِنْ تَنْتَهُوا فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَعُودُوا نَعُدْ وَلَنْ تُغْنِيَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ

که تاسوفیصله غوښته پس یقیناً راغله تاسوته فیصله اوکه منع شوئ‌ (دکفرنه) پس داغوره ده تاسولره اوکه را اوگرځیدئ جنگ ته نو راوبه گرځو مدد دمؤمنانوته اوچیری نشی لری کولی ستاسونه ډله ستاسو څه تکلیف اگرکه ډیره وی (اوپوه شئ) یقیناً اللّه تعالٰی ملگری دمؤمنانودی (په مدد کولوسره) -

دا زجردی او تخویف دی اوخطاب دی کافرانو ته اوپه آخرکښی بشارت دی مؤمنانوته ددی حاصل دی چه کافرانو یوه دعا غوښتلی وه اودهغی بداثر اللّه تعالٰی په هغوی باندی اغورځوو اوهغوی ئی مغلوب کړل بیا په دی آیت کښی دوه توجیه دی اول داچه داخطاب دی کافرانوته اودا توجیه غوره ده ځکه چه روستوجملی په دی باندی دلالت کوی دوهمه توجیه داده چه داخطاب دی مؤمنانوته مفسرینو لیکلی دی چه ابوجهل او دهغه ملگرو بدرته دوتلو نه مخکښی دکعبی غلاف اونیوو اودا دعای لوستلی وه چه یا اللّه تعالٰی په دی دواړو ډلو کښی چه کوم په هدایت باندی وی اوکوم چه ستاپه نیزغوره دی نوهغوی سره امداد اوکړی لیکن دادواړه صفتونه په مؤمنانوکښی وؤ نو اللّه تعالٰی دادعا دهغوی په باره کښی قبوله کړه (وَأَنَّ اللَّهَ) نه مخکښی واعلموا پټ دی اودا بشارت دی مؤمنانوته په نصرت خاص سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل