وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
اوتول په دغه ورځ یقینی دی پس هغه څوک چه دروند وی وزن دعملونو دهغوی پس دغه کسان دوی بچ کیدونکی دی (دعذاب نه) -
په دی آیت کښی دریم حال ذکرکوی چه وزن دی یعنی دقیامت داحوالونه وزن دعملونو هم حق دی اودروند والی او سپکوالی دعملونو دتوحید اوسنت په شته والی او نیشت والی سره دی ډیروالی او کم والی نه دی مراد - اودوزن نه مراد وزن دصحیفی داعمالودی لکه چه په صحیح احادیثو کښی راغلی دی هان وزن دنفس علمونوهم کیدی شی بغیرددی نه چه څه جسم ورله ورکړی لکه چه اوس هواگانی اویخنی او گرمی تللی کیږی اووزن دبعضی انسانانوهم په حدیث کښی راغلی دی - لیکن معتزله او منکرین دحدیث چه تاویل دوزن کوی په نفس عدل اوقضاسره اودوزن او میزان حقیقی نه انکارکوی نوهغه دظاهری او صریح آیاتونونه انکاردی لکه چه قرطبی ذکرکړی دی (مَوَازِينُهُ) جمع دمیزان ده نوظاهرداده چه میزانونه به ډیروی په اعتباردانسانانویاد اعمالوسره یاجمع دموزون ده مرادترینه اعمال دی اوظاهرداده چه دروندوالی سپکوالی په ډیروالی سره نه دی اولفظ (خَسِرُوا) او (يَظْلِمُونَ) دلالت کوی چه وزن دعملونودکافرانو هم حق دی -