الأعراف ۶

فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ

پس خامخا تپوس به کوو مونږدهغه کسانو(امتونونه) چه لیږلی شوی دی دوی ته رسولان اوخامخاتپوس به کؤو دلیږلی شؤونه -

دا ویره اخروی ده په ذکر ددری احوالوسره دلته اول حال ذکردی یعنی سوال، دهرچانه دهغه مناسب تپوس کیږی نودرسولانونه به دهغوی دعوت کولوپه باره کښی تپوس کیږی لکه احزاب (۸) کښی اوتپوس دامت دحال به کیږی لکه مائده (۱۰۹) کښی - اودعاموخلقونه به تپوس صرف د عمل نه کیږی بلکه لِمَ ولی دِکوؤ څه باعث وؤ چادپاره دِ داعمل کړی وؤ او کَیفَ چه دچاپه طریقه دِ کړی وؤ اودارنگ ذکر دی په سورة حجر (۹۲) کښی اوعدم سوال چه ذکر دی په سورة قصص (۷۸) اوسورة رحمٰن (۳۹) کښی نوهلته تطبیق ذکر کړی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل