وَمَا تَأْتِيهِمْ مِنْ آيَةٍ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ
اونه راځی دوی ته څه نښه دنښو درب ددوی نه مگروی دوی دهغی نه مخ اړؤونکی -
دازورنه ده اوپه دی کښی دری څیزونه ذکر کړی دی - اعراض، تکذیب استهزاء (مِنْ آيَةٍ) په معنیٰ ددلیل یا معجزه یا آیت قرآنیه د من، اول دپاره داستغراق اودوهم دپاره دتبعیض دی (فَقَدْ) فا دپاره دتعقیب ده یعنی روستو داعراض نه تکذیب او استهزاء ئی اوکړله (أَنْبَاءُ) په معنیٰ دعواقب ده (عاقبتونه، سزاگانی) (يَسْتَهْزِئُونَ) یعنی دوی دتکذیب سره استهزاء هم ملگری کړی ده -