المائدة ۹۶

أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

حلال کړی شوی دی تاسولره ښکارکول داوبو او خوراک دهغی فائده ده تاسولره اوقافلی والولره، اوحرام کړی شوی دی په تاسوباندی ښکارکول د اوچی څوپوری چه احرام والايئ او ویریږئ د اللّه تعالٰی نه هغه ذات دی چه هغه ته به جمع کیدی شئ -

مخکی حکم ذکرشو ابتلاء په حالت داحرام کښی اودهغی سزا اوس دلته ذکرکوی ابتلاء په احرام کښی په تقسیم صید سره (أُحِلَّ لَكُمْ) خطاب دی مسلمانانوته په عامو حالاتوکښی سره دحالت داحرام نه (صَيْدُ الْبَحْرِ) هغه دی چه دهغی ژوند بغیرداوبو نشی کیدلی (وَطَعَامُهُ) فرق دادی چه صید هغه دی چه تازه وی اوطعام هغه دی چه مالگه ورباندی واچوی اوډیروخت پوری ساتلی کیږی (مَتَاعًا لَكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ) اول قسم په حال دحضرکښی اودوهم قسم په حالت دسفرکښی په کارراځی (وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ) ښکارکول او ښکارذبح کول او ښکارخوړل (په دی شرط چه دهغه دپاره ښکارشوی وی یاهغه امرکړی وی) داټول حرام دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل