وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ
اوخورئ دهغه نه چه درکړی دی تاسوته اللّه تعالٰی حلال مزی والا اوویره کوی د اللّه تعالٰی نه چه تاسوپه هغی باندی ایمان لرئ -
په دی کښی تاکید دی د لاتحرموا اوذکر دشرطونودخورا ک دی چه حلال اوطیب به وی اومراد کلوا نه فائده اخستل دحلالونه په خوراک څښکاک، لباس او سورلئ کولووغیره اوخوراک چونکه لوی مقصد دی ددی وجی نه هغه ئی خاص کړو په ذکرسره (حَلَالًا طَيِّبًا) حلال خوهغه دی چه دلیل شرعی دحرمت دهغه دپاره نه وی اوطیبا هغه دی چه دشبهی نه هم پاک وی - ابن مبارک نه نقل دی چه حلال هغه دی چه په طریقه شرعی سره حاصل شی اوطیب هغه دی چه په هغی کښی عذائيت او ترقی دبدن وی - اومضردصحت نه وی -