المائدة ۶۳

لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ

ولی نه منع کول دوی لره پیرانو اوعلماؤ دوینا ددوی دگناه نه اودخوړلو دوی دحرامونه خامخا بد دی هغه کارچه دوی ئی کوی -

په دی کښی ذکر د اووم علت دی او دا قسم گمراهی ده اوصرف دغټوملایانو عمل دی - (الرَّبَّانِيُّونَ) دلته مراد رهبان دنصاریٰ دی یاهغه خلق که چه دعویٰ کوی دخداپرستئ‌ که یهود وی اوکه نصاریٰ وی (لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ) قرطبی وئیلی دی دادلیل دی چه پریخودنکی د نهی عن المنکر په شان د کوؤنکی د منکردی دارنگ اشاره ده چه نهی عن المنکرمستقله فریضه ده په نسبت د امربالمعروف نویودبل په ځای نه کافی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل