الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ وَمَنْ يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ
نن حلال کړی شوی دی تاسولره پاک څیزونه اوحلاله دهغه کسانو چه ورکړی شوی دی ورته کتاب حلال ده تاسولره او حلاله ستاسو حلال ده هغوی لره اوپاک لمنی مؤمنی ښځی اوپاک لمنی دهغه چانه چه ورکړی شوی دی هغوی کتاب مخکښی ستاسونه کله چه ورکوئ تاسو هغوی ته مهرونه د هغوی نکاح کؤونکی به يئ نه به یئ ښکاره بدکاری کؤونکی اونه به یئ پټی اشنائی نیؤونکی اوچاچه کفرگډ کړو دایمان سره پس یقیناً برباد شو عمل دده اودی به په آخرت کښی د تاوان والو نه وی -
داهم تفصیل دحلالو دی هغه حلال چه تعلق لری دکتابیانو او مسلمانانوسره (وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ) ابن کثیروئیلی دی چه اجماع ده دمسلمانانو چه مراد دطعام نه ذبائح دی یاعام دی چه ذبائح پکښی داخل دی په دی شرط چه نوم دغیراللّه ئی ورباندی نه وی ذکر کړی - او دلته مراد دطعام نه ذبائح دی ځکه چه سیوا دمذبوح نه نورخوراکونه ډوډئ، میوی وغیره خودغیرکتابی کافرانو هم جائزدی اودلیل نقلی دادی چه نبی ﷺ په ورځ دخیبر دکتابیانو دعوت قبول کړی وؤ چه غوښه د بیزی وه اودوی پکښی زهراچولی وؤ - او تخصیص دذبح دیهودیانو دحل په دی وجه سره دی چه ددوی په دین کښی ذبح په نوم د غیراللّه باندی حرام ده ، اودوی هم په خپله مذبوحه باندی نوم د اللّه تعالٰی ذکر کوی (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ) مراد ددی نه پاکدامنی دی که حره آزاده وی اوکه وینزه وی ځکه حلالوالی دوینزو په سوره نساء (۳۵) کښی ذکردی اوداجمله تمهید دی روستوجملی ته - (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ) دلته محصنات کښی دوه قولونه دی اول داچه په معنیٰ د پاکدامنودی که حره وی اوکه وینزه وی که حربیه وی اوکه ذمیه وی او دا قول د امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه دی او دوهم داچه په معنیٰ د حرایرو( آزادو) دی نونکاح دوینزی کتابی جائزنه دی اوداقول د امام شافعی رحمة اللّٰه علیه دی أُوتُوا الْكِتَابَ مراد ددی نه یهود اونصاریٰ دی سره ددی نه کفراوشرک کوی ځکه چه مؤحدی مؤمنی خوپه مخکی لفظ (المؤمنات) کښی داخلی دی اوداقول دټول اهل سنت والجماعت دی -
سوال: دابن رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه نکاح د کتابیانو مشرکانوسره جائز نه دی؟
جواب: منع دهغه په کراهیت باندی حمل ده لکه چه دعمررضی اللّه عنه نه هم کراهیت نقل دی سره دجواز نه (وَمَنْ يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ) داجواب دسوال دی هرکله چه نکاح دکتابیه مشرکی سره جائزکړی شو نومعلومیږی چه دهغوی دین هم صحیح دی؟ جواب اوشو چه دهغوی په دین کښی کفرگډ دی دایمان سره نوهغه دین باطل دی، بِالْإِيمَانِ مراد ددی نه مؤمن بِهِ دی یعنی توحید، رسالت قرآن، بعث بعدالموت وغیره اوکفرپه معنیٰ دجحود اوانکار سره دی -