المائدة ۳

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ

حرام کړی ده په تاسو باندی مرداره، اووینه، اوغوښه دخنزیر، اوهغه چه آواز اوشی په هغی د منختی د غیراللّه ، اومرئ خفه کړی شوی ، او اوټکولی شوی ، اورارغختی، اوپه خکروهلی شوی، اوهغه چه خوړلی وی درنده گانو، مگرچه حلال ئی کړئ‌ تاسو اوهغه چه ذبح کړی شوی وی په درگاهونودغیراللّه اوچه قسمت معلوموئ تاسو په غشوسره داکارونه لویه نافرمانی ده نن ناامیده شول کافران ددین ستاسونه پس مه یریږئ‌ ددوی نه او ویریږی ځمانه نن پوره کړو ماتاسو لره ددین ستاسو اوپوره می کړو په تاسوباندی نعمت خپل اوغوره کړی می دی تاسولره اسلام دین ، پس څوک چه ناچاره کړی شو په سخته لوږه کښی نه ؤو کږیدونکی گناه ته، پس یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کؤونکی دی -

په دی آیت کښی تفصیل دمحرماتو الٰهیو دی په ذکر ددولس محرماتوسره چه په هغی کښی ما أُهِلَّ اوما ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ کښی نذر دغیراللّه مراد دی چه هغه عمل دشرک دی اودارنگ داتفصیل د مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ (چه په اول آیت کښی ذکروؤ) دی (وَالْمُنْخَنِقَةُ) دا اوددی څلورڅیزونو تخصیص بعد التعمیم دی دلفظ میتة نه اومیته عامه (هرهغه څاروی چه نه وی ذبح کړی شوی په ذبح شرعی سره یاحرام دی شرعا اگرچه ذبح شی په ذبح شرعی لکه سپی وغیره) ده اوداپنځه هغه څاروی دی چه شرعاً‌ حلال دی لیکن ذبح ئی په ذبح شرعی سره نه ده کړی شوی نومردار دی ، او منخنقه عام دی که څوک ئی قصدا پهانسی کړی (په مرئ خفه کولوسره) یا پخپله داسی اوشی (وَالْمَوْقُوذَةُ) هغه څاروی چه اووهلی شی په لرگی یاپه گټه باندی او مړشی اوپه دی کی داخل دی هغه ښکار چه دغشی په پلنوسره اولگی یعنی دغشی په تیره طرف نه بلکه په اوږدو سره اولگی (اوداپه حدیث صحیح کښی دی) اوشربینی وئیلی دی چه هغه ښکارچه په بندقه سره اولگی هغه هم په دی کښی داخل دی (بندقه گولی دټوپک ته وئیلی شی) ځکه چه هغه ددروند والی دوجی قتل کوی دتیره والی دوجی نه نه کوی (وَالْمُتَرَدِّيَةُ) هغه چه دبره ځای نه خکته اوغورزیږی دغر یا کمرنه ځمکی ته یا دځمکی نه کوهی ته اورغړی (وَالنَّطِيحَةُ) هغه ده چه دبل څاروی په ښکرسره اووهلی شی اومړه شی اگرچه وینه دمرئ نه بهیدلی وی (وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ) سپی، شرمخ، گیدړ، پړانگ، وغیره په دی کښی مراد دی هغوی که یوڅاروی اوخوری اگرچه په مرئ کښی زخمی کړی اووینه تری نه اوبهیږی اومړشی نوهم مردار دی (إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ) دااستثناء متصل ده د المنخنقة اومابعد نه ځکه هغه عام دی چه روستو ددغو عوارضونه په هغی کښی روح باقی وی اوکه نه وی نوکه روح په کښی باقی وی اوذبح کړی شی په طریقه شرعیه سره نوحلال به وی یااستثناء منقطع ده داخطیب شربینی لکلی دی بعضو دااستثناء خاص کړی ده، ما اکل السبع، پوری لیکن تخصیص ته حاجت نیشته ، اوبعضی (ددی وخت تحریف کوؤنکو) ومااهل لغیراللّه به تری نه خاص کړیدی اووئیلی دی چه هغه په ذبح سره حلال گرځی لیکن دا قول باطل دی (وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ) داقسم خاص دی د مااهل نه ځکه چه مااهل مذبوح او غیرمذبوح دوړوته شامل دی اوداپه مذبوح پوری خاص دی دارنگ دا قسم دنصب سره خاص دی اوما اهل لغیراللّه ټول غیراللّه ته شامل دی که نصب وی اوکه بتان وی اوکه قبرونه پوهه چه اصنام هغه بتان دی چه شکل دهغی جوړکړی شوی وی اونصب هغه څیزونه دی چه شکل دهغی نه وی جوړکړی شوی لیکن دهغی عبادت کیږی اوپه هغی باندی نذرانی او شکرانی اچولی کیږی اوپه هغی باندی ذبح کوی (وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ) استقسام قسمة معلومول دی یابرخه معلومول - ازلام جمع دزلم ده هغه غشی چه دهغه وزر او تیره څوکه نه وی صرف لرگی وی ابن جریروئیلی دی چه دا غشی (دری یا اووه) دهبل بت په خواکښی دکعبی په مینځ کښی به پراته وؤ چاچه به خپل قسمت معلومول غوختل مثلاً سفراوکړم یا نه فلانی کار اوکړم که نه نودهبل مجاورته به لاړو اوهغه ته به ئی سل درهمه اویو اوښه پیش کړه په نذرانه کښی بیابه هغه مجاور دده دپاره غشی راویستل په هغی باندی مختلف لیکل موجود وؤ اوهغه به دی شخص خپل یقینی قسمت گنړلو اووئیل به ئی چه دا دهبل (شهید) فیصله ده (ذَلِكُمْ فِسْقٌ) دا اشاره ده ماقبل ذکرکړی شوو ټولو محرماتوته یعنی استحلال ددی حرامو وتل دی دطاعت د اللّه تعالٰی نه بالکل یعنی کفراوشرک دی (الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ) مراد د الیوم نه زمانه حاضر دنزول ددی محرماتوده سره دراتلونکو زمانونه (قرطبی اوسراج المنیر) (مِنْ دِينِكُمْ) قرطبی وئیلی دی چه کافران ناامیده شول د رجوع ستاسو ددین ستاسونه دین دمشرکانوته - (الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) الیوم نه مراد ورځ دجمعی نه چه ورځ دعرفی ده په مقام عرفات کښی روستو د مونځ دظهر اوعصرنه اوورځ د حجة الوداع وه اود سعید بن جبیر نه روایت دی چه نبی ﷺ روستو دنزول ددی جملونه یواتیا (۸۱) ورځی ژوندی وو بیا وفات شو - اومعنیٰ داکمال دا نه ده چه ددی نه روستو وحی بنده شوه بلکه مراد دادی چه تردی پوری فرائض او احکام تشریعیه اوحلال او حرام بیان شول ددی نه روستو فرائض حلال حرام حدود نه دی نازل شوی اونوره وحی نازلیدله -
سوال: اکمال خو دلالت کوی چه تردغه وخت پوری دین ناقص وؤ آیا نبی او صحابه کرامو تردغه وخت پوری په ناقص دین باندی عمل کوؤ اودارنگ ددغه ورځ نه وړاندی چه کوم صحابه وفات شوی دی نودهغوی دین ناقص وؤ؟
جواب: دین د نبی ﷺ هره ورځ کامل دی په کمال سره ترخاص وخت پوری لیکن انتظار دنسخ یا دزیادت پکښی موجود وو اوپه دغه ورځ کمال مطلقه راغی یعنی کامل دی دورځ دقیامت پوری نه به منسوخ کیږی اونه به پکښی زیادت داحکامووغیره راځی (وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي) خازن وئیلی دی چه ددغه اکمال دین سبب دی داتمام دنعمت ځکه ددین کامل (اسلام) نه زیات بل نعمت نیشته، اوابن قیم رحمه اللّه وئیلی دی چه فرق د اکمال او اتمام دادی چه اکمال په اصولو او ذواتو کښی استعمالیږی او اتمام په فروعو او صفاتو کښی استعمالیږی (وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا) الاسلام کښی الف لام عهدی دی یعنی هغه چه کامل او تام دی (فِي مَخْمَصَةٍ) اکراه او لوگی ته شامل دی په سورة بقره آیت (۱۷۳) کښی ځکه ددغی سورتونو نزول مخکښی دغلبی داسلام نه وؤ، اوپه هغه وخت کښی د اکراه حالات پیش راتلل اوپه دی سوره کښی صرف مخمصه ذکر کړی ده ځکه داسورة دغلبی د اسلام نه روستو نازل شویدی اوپه دغه حالت کښی صرف دلوږی ویره وه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل