يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا
ای ایمان والو: نه دی حلال تاسولره چه وارثان شئ دزنانؤپه زور، اومه تنگوئ دوی لره دپاره ددی چه واخلئ بعضی هغه مال (مهر) چه ورکړی دی تاسو دوی له مگرکه راتلل اوکړی په بدکارئ ښکاره اوژوند کوئ ددوی سره په ښه طریقه پس که بدگنړئ تاسو دوی پس کیدی شی چه بدگنړئ تاسو څه شی اوپیداکړی وی اللّه تعالٰی په هغی کښی فائدی ډیری -
دانهم حکم دی رد په جاهلیت باندی چه کله کونډه به پاتی شوه نونورو ورثوبه په هغی په زور نکاح کؤو یابه ئی په چاخرڅه کړه په زور سره - ځکه دابه ئی خپل میراث گنړلو ( وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ) داخطاب دی خاوندانو ته مطلب دادی چه یوسړی دخپله ښځه په دی مقصد نه تنگوی چه مهرواپس راکړی لیکن چه بدکاری اوکړی نوبیاجائز دی چه په خلع سره ئی پریږدی (وَعَاشِرُوهُنَّ) داهم خطاب دی خاوندانوته چه ښځوسره گذاره کوئ ، اوکه یوعیب پکښی وی لکه بدخویه وی نوهم ورسره گذاره په کارده کیدی شی چه اللّه تعالٰی اولاد صالح ورکړی - اوپه دی کښی اشاره ده چه دښځی حق په خاوند باندی معاشره ده په معروف طریقی سره -