إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا
یقیناً هغه کسان چه خوری مالونه دیتیمانوپه ناحقه سره یقیناً اچوی په خپلو خیټو کښی اور اوزر دی چه داخل به شی دوی اورته -
داویره دعذاب اخروی ده دپاره دظلم کؤونکو په یتیمانو باندی (فِي بُطُونِهِمْ) دالفظ ئي ددی دپاره راوړلو چه معلومه شی چه دلته مراد اکل نه خوراک کول دی صرف اخیستل نه دی یااشاره ده ډیر خوراک ته چه په مړه خیټه باندی وی -