آل عمران ۱۶۴

لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ

یقیناً‌ احسان کړی دی اللّه تعالٰی په مؤمنانوباندی کله چه رالیږلی دی په دوی کښی رسول دجنس ددوی نه بیانوی دوی ته آیاتونه د اللّه تعالٰی اوپاکوی دوی لره اوښائی دوی ته کتاب (قرآن) اوپوه ددین (سنت) اگرچه دوی ؤو ددی نه مخکښی خامخا په گمراهی ښکاره کښی -

په دی کښی بل صفت د نبی ﷺ دی اوداپه شان ددلیل دی دپاره دمخکښی آیت یعنی نبی خیانت گرنشی کیدی ځکه چه دهغه بعثت خو احسان اللّه تعالٰی دی اوپه خیانت گرسره احسان نه راځی اودهغه څلورفرایض ئی ذکرکړی دی اشاره دیته چه دهرعالم اودامیر دمسلمانانو هم دغه ذمه داری ده - اوداپه سورة بقره په (۱۵۱،۱۲۹) کښی تیرشوی دی سره دتفسیرنه -
فائده: داآیت دلیل دی چه نبی بشروؤ څوک چه دهغه دبشریت نه منکروی یاپه هغی کښی شک کوی نوددی آیت نه منکردی صاحب دروح المعانی داسی لیکلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل