آل عمران ۱۱۰

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ

ئی تاسوغوره امت چه راویستی شوی ئی دپاره دنفع دخلقو حکم به کوئ تاسوپه نیکئ‌ سره اومنع کوئ دبدئ نه اوایمان به لرئ په اللّه تعالٰی اوکه ایمان راوړو کتابیانوضرورغوره به وی ددوی دپاره ، بعضی ددوی نه ایمان والادی او ډیرددوی نه نافرمان دی -

داترغیب دی دعوت ته متعلق د (۱۰۴) سره ، غوره والی ددی امت په سبب ددعوت سره دی - (أُخْرِجَتْ) کښی اشاره ده دی خبری ته چه دعوت کؤونکی ښکاره وی خلقو کښی مشهوروی بله اشاره دی ته ده چه دعوت دپاره وتل په کار دی (وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ) ددعوت روستو دایمان مطلب دادی چه یقین کوئ په مدد د اللّه تعالٰی بل داچه ددعوت سره کمال دایمان لری -
فائده: ددی آیت نه داهل علمو دوه قسمه ذکرکړی دی اودهریو لس لس صفات اوحالات بیان شول - په دی آیت کښی یویوصفت ذکر شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل