آل عمران ۹۹

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنْتُمْ شُهَدَاءُ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

اوایه ای کتاب والو: ولی منع کوئ دلاری د اللّه تعالٰی نه هغه څوک چه ایمان راوړی چه لټوئ په هغه کښی کږلیچ ، اوتاسوخبرئی (په حقانیت د دی) اونه دی اللّه تعالٰی غافل دهغه عملونونه چه تاسو کوئ -

دابل زجردی په گمراه کولو دخلقو باندی روستو دذکر دگمراهئ دهغوی نه (عِوَجًا) نه مراد شکونه اواعتراضونه کول دی - عوج، په زور دعین سره استعمالیږی په اجسامو کښی اوپه زیردعین سره استعمالیږی په امورمعنویه کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل