وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُمْ مِنْ كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنْصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُوا أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ
اوکوم وخت چه واخیستو اللّه تعالٰی پوخ لوظ دپیغمبرانونه چه هغه چه درکوم تاسوته څه کتاب او پوهه د دین بیاراشی تاسوته رسول (آخری) تصدیق کؤونکی دهغه (کتابونو) چه تاسوسره دی نوضرورایمان به راوړئ په هغه باندی ، اوضرور امداد به کوئ دهغه ، اوفرمائل اللّه تعالٰی آیا اقرار اوکړو تاسو؟ اوقبوله کړه تاسو په دی شرطونووعده ځما دوی اویل: اقرار اوکړو مونږ اوفرمایل اللّه تعالٰی پس بیان کوئ ددی او ځه تاسوسره دبیان کؤونکو نه یم -
په دی کښي یولسم قباحت دذکرکولودپاره د تمهید دی اوبیان دصدق درسول دی اوروستو دوو آیانونویعنی (۸۲) او (۸۳) کښی قباحت بیانول اوزجر ورکول دی په مخ اړولوسره دهغه رسول نه چه دهغه په باره کښی دټولو انبیاؤ نه عهد اخیستلی شوی دی اوداعهد په عالم ارواح کښی دټولو انبیاؤ نه (سیوادآخری نبی نه) اخستی شوی وؤ - بل روایت دادی چه دهرنبی نه په وخت دبعثت دهغه کښی داعهد اخستلی شوی وؤ (لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنْصُرُنَّهُ) دلیل دی چه ټول انبیاء په ایمان روړلو دآخری نبی باندی مکلف دی اودهغه په نصرت کولو - نصرت قول دادی چه وصیت اوکړی خپل امت ته په ایمان رواړلوسره په آخری نبی اونصرت عملی مشروط دی په شرط دحیات په زمانه دهغه کښی -
فائده: اهل علم لیکلی دی چه داآیت دلیل دی په دی خبره باندی چه حَضِرعلیه السلام زمونږ دنبی په وخت کښی ژوندی نه وو که ژوندی وی نو ددی عهد په وجه به ځمونږ دنبی امداد دپاره په بدر احد وغیره کښی حاضر شوی وی -