وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِنْ تَأْمَنْهُ بِقِنْطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ إِنْ تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لَا يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
اوبعضی دکتاب والونه هغه دی که امانت ورکړی لویه خزانه نودرکوی به تاته اوبعضی ددوی نه هغه څوک دی چه امانت ورکړی یوه اشرفئ ، نه اداکوی هغه تاته مگرترڅو چه ته ئی دهغه (په خواکښی) ولاړ داپه دی سبب چه دوی وائی نیشته په مونږباندی په باره دمال دامیانوکښی هیڅ گناه اوجوړوی دوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ اودوی پوهیږی -
په دی کښی بیان داتم قباحت دی اوزورنه چه دوی دامیانو مال ځان له حلال گنړی که په هری طریقی سره حاصل کړی اوحلال والی نسبت اللّه تعالٰی ته کوی - اوپه دی آیت کښی دکتاب والودوه قسمه ذکردی (۱) حق پرست (۲) باطل پرست - (بِقِنْطَارٍ) لوئی خزانی ته وئیلی شی تقدیرمعین ئی ثابت نه دی (إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا) مراد ددی نه داچه هروخت دهغه نه مطالبه کوی اوورپسی گرځی (لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ) مراد دادی چه دغه مال خوړل دهغوی حلال گنړی -