آل عمران ۶۱

فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ

پس څوک چه جگړه کوی تاسره په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی روسته دهغی نه چه راغلی ده تاته پوهه په (وحی سره) پس اوایه راشئ چه رااوبلو ځامن خپل اوځامن ستاسو اوزنانه خپلی اوزنانه ستاسو اوځانونه ځمونږ اوځانونه ستاسو بیا عاجزئ اوکړو پس اوبه غواړو لعنت د اللّه تعالٰی په دروغژنو خلقو باندی -

دی آیت کښی دعوت دمباهلی دی دنصاریٰ سره لیکن هغوی دمباهلی نه انکاراوکړو - مباهله اوس هم جائز ده په دی شرط چه په یقینی مسئله کی وی او مخکښی په دلیلونوسره پوهه کړی شی اودهغوی دشبهاتوجوابونه اوکړی شی اوبیاهم نه منی نو مباهله په کار ده - مباهله خیری کول او دعا دلعنت ته وئیلی شی اوجمع کول داهل وعیال اوملگرو صرف په دی مباهله کښی شرط کړی شوی وؤ په هره مباهله کښی داشرط نه دی لکه چه سورة بقره او سورة جمعه کښي مباهله دیهودیانو ذکرشوی ده (أَنْفُسَنَا) مراد ددی نه رونړه اونورملگری دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل