فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ آمَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ
پس هرکله چه معلوم کړو عیسیٰ علیه السلام ددوی نه انکاراویل هغه، څوک امداد کوی ماسره په لارد اللّه تعالٰی کښی اویل اخلاصی ملگرو: مونږامدادیان یو داللّه تعالٰی دپاره ایمان رواړی دی مونږپه اللّه تعالٰی اوگواه شه ته چه یقیناً مونږ غاړه کیخودونکی یو (عمل ته) -
حواری هغه دوست ته ویلی کیږی چه مخلص وی زړه ئی سپین وی اوراز دار وی په حدیث کښی دهغی معنی ذکر کړی ده چه وَأَصْحَابٌ يَأْخُذُونَ بِسُنَّتِهِ وَيَقْتَدُونَ بِأَمْرِهِ - داسی ملگری چه عمل کوی په طریقه دنبی اواقتداء کوی دحکم دهغه - ددین دالٰهی په امداد سره انسان اللّه تعالٰی ته نیزدی کیږی ځکه ئی إِلَى اللَّهِ اوفرمایل (قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ) اشاره ده چه دانکار نه روستو مخالفینو د عیسیٰ علیه السلام دقتل ارادی اوکړلی نوپه داسی وخت (ماتحت الاسباب) انسان مخلص ملگروته محتاج وی هغه ددی وجی نه داسی اویل (مُسْلِمُونَ) اسلام روستو دایمان نه دلالت کوی دایمان په ښکاره کولوباندی په عمل کولوسره -