آل عمران ۴

مِنْ قَبْلُ هُدًى لِلنَّاسِ وَأَنْزَلَ الْفُرْقَانَ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ

وړاندی دقرآن لار (دتوحید) ښائی خلقو ته اونازل کړی دی (نورکتابونه) دحق او باطل جدا کؤونکی یقیناً هغه خلق چه کفرئی کړی دی په آیاتونو د اللّه تعالٰی دپاره ددوی عذاب سخت دی ، او اللّه تعالٰی زورآوردی بدله اخیستونکی دی -

دی آیت کښی دلیل نقلی دی چه مراد دفرقان نه مخکنئ صحیفی دی او بیا تخویف اخروی دی - (هُدًى) مقصد ددی نه توحید خودل دی په دلیلونو سره (عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ) په دی کښی رد دی په نصاریٰ باندی چه عیسیٰ اومریم علیهما السلام کښی داصفتونه نیشته نوهغوی معبود نشی کیدلی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل