آل عمران ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الم

الف لام میم

سورة آل عمران

ربط: ددی سورة د مخکښی سورة سره (۱) سورة بقرة کښی په توحید باندی دلیلونه وؤ په دی سورة کښی جواب داعتراضونو دی (۲) په هغه سورة کښی څلور مسائل په یوطرز سره وؤ (توحید، رسالت، جهاد اوانفاق) نوپه دی سورة کښی په بل طرزسره دی (۳) په هغه سوره کښی په شرک د یهودو باندی تردید وؤ په دی سورة کښی په شرک دنصاریٰ باندی رد دی -

دعویٰ د سورة

اثبات توحید دی په جواب دشبهاتوسره - حاصل دادی چه په توحید کښی اوپه رسالت ددی رسول کښی شک مه کوئ بلکه یقین اوکړئ اوجهاد کښی شریک شئ اوبخل مه کوئ - اوڅلوړمضامین دی - توحید، رسالت، جهاد اوانفاق فی سبیل اللّه -

خلاصه د سورة

په دی سورة کښی څلور حصی دی اوله حصه تر (۶۳) پوری ده په باره توحید کښی - په دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۷) پوری دی ، په دی کښی دعویٰ دتوحید اوپه هغی باندی دلیل عقلی اونقلی اووحې او نتیجه دهغی بیا جواب دیو سوال دی اوتعلیم ددعا دی اوتزهید او ذلت ددنیا ئی ذکرکړی دی او بیا زیری دی منونکوته اودهغوی صفات دی - (تنبیه) ددی سورة ابتدائی تقریباً اتیا آیاتونه دنجران دنصاراؤ په رد کښی نازل شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل