يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ
ورکه وی اللّه تعالٰی (برکت) دمال دسود اوزیاتوی مال دصدقاتو ، او اللّه تعالٰی نه خوښوی هرکافر (حلال گنړونکی دسود) ډیرگنهگار سود کوونکی -
په دی کښی دربٰوا او دصدقی په مینځ کښی فرق ذکر کوی دپاره د بچ کیدلو دربٰوا نه اوترغیب دی په صدقه باندی (يَمْحَقُ) مال دربٰواکښی هیڅ برکت نه وی اوچه کوم مال سره شریک شی نوهغه هم بی برکته کړی اوددی تائید په سوره روم ۳۹ کښی ذکر دی (كَفَّارٍ) هغه څوک چه ربٰوا حلال گنړی - (أَثِيمٍ) هغه مسلمان چه ربٰوا کوی -