د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :
د شپی د ویښیدو ذکر:
عباده بن صامت رضی الله عنه وائي: نبی اکرم ﷺ وفرمایل: « هرڅوک چه د شپی ویښ شو او دغه دعا یعنی:
(لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِیکَ لَهُ لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ، الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَلا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَاللَّهُ أَکْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّهَ إِلاَّ بِاللَّهِ)
ووائی او بیا ووائی:
اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِی
یا اللّه تعالٰی! زما مغفرت اوکړه ، یا بله دعا اوکړی ، اللّه تعالٰی قبلوی ، او که چیری (پاڅیږی) اودس اوکړی او لمونځ وکړی ، دا لمونځ (ډیر) د اللّه تعالٰی په درگاه کی قبلیږی».
د خوب د لیدلو آداب:
دخوبونو لیدل په دری گروپونو تقسمیږی:
اول صالح خوبونه یا نیک خوبونه چه د اللّه تعالٰی د طرف نه دی چه زیری او رهنمای او کمک د لیدونکی دپاره د اللّه تعالٰی د طرف نه دی ، دغه خوب په لیدلو سره د اللّه تعالٰی حمد ووائی یعنی (الْحَمْدُ لِلهِ) ، خپل یو نیک دوست چه د خوب ښه تغبیر وکړی بیان کړی ځکه خوب د تعبیر په بنا تحقق نیسی او نورو ته ونه وائی .
دوم ناخوښ او ناخوش آینډه خوبونه چه د شیطان د طرف نه دی او د خوب لیدونکی د مسخره کولو او زورولو د پاره وی ، دغه شان خوب په لیدلو سره چپ طرف د لاړو د توکلو په شان عمل اوکړی (لاړی تو نکړی) ، د شیطان او د دغه خوب د شر نه اللّه تعالٰی ته پناه وغواړی لکه دغه کلمات اولولی:
(أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ وَمِنْ شَرِّ هَذِهِ الرُّؤْيَا)
هیڅ چاته د خوب په باره کی څه ونه وائی ، خپل اړخ بدل کړی په بل اړخ ویده شی.
دریم هغه خوبونه چه بغیر د بیان شوی پورته خوبونو نه دی چه د انسان د ورځنی خیالاتو او تفکراتو او اعمالو د وجی نه دی ، او دی ته گډوډ خوبونه ویل کیږی .